د افغانستان په ضد، پاکستان په څو جبهو کې
سرلوڅ مرادزی  سرلوڅ مرادزی

               داسې ښکاري چې پنجاب په افغانستان کې د لاسوهنو او تیریو له نورو بڼو دا ښه ګڼلې وي چې مخامخ په افغان خاوري برید وکړي او افغان واکمني پخپل  دولتي پوځي یرغل وګواښوي .

په تازه پراختیاوو کې، پنجاب د کونړ ، نورستان او پکتیکا پر سیمه په دولتي پوځي یرغل سره ، د افغانستان د واکمنۍ په وړاندې د مخامخ جګړې جبهه پرانیستې ده . د داسې جبهې پرانیسته د تودې جګړې د اعلان په مانا ګڼل کیږی .

 د کونړ چارواکي وايي تر اوسه له اته سوه زیات توغندي د کونړ په بېلابېلو سيمو لګېدلي چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې پنځه سوه کورنۍ کډه کولو ته اړیستي دی .

د رسنیو له مخې وسلوالو د کونړ ولایت په ناړۍ او غازي اباد کې، مامورين له خپلې ولکې لاندې سيمو څخه ايستلي دي.
ځايي خلك وايي، په سيمه كې پاكستاني وسله وال ډېر شوي،
په تېره بیا داسې کسان چې خلك ور سره په خبره نه پوهيږي او له دولت سره د همكارۍ په تورخلك وژني.
د غازي اباد ولسوالۍ يوه اوسېدونكي له نومښودنې پرته خدمتګار ته وويل، موږ ټول عمر د ګاونډيانو له لاسه قيد يو
و. په يوه او بله پلمه مو ګواښي. اوس يې پر موږ اوبه هم بندې كړې او وايي، كه څوك په ملي اردو، پوليس او حكومت كې وي، يا به خپلې تنخاوې طالبانو ته ور كوي او یا به خپلې دندې پرېږدي . د كونړ د ولاتي شورا مشر حاجي ميا حسن عادل په غازي اباد او ناړۍ ولسواليو كې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سيمو څخه د مامورينو کډه كېدل او دندې پرېښودلو ګواښ مني او وايي، كه په غازي ادباد او ناړۍ كې وسله والو ته ځواب ونه ويل شي، نو د وخت په تېرېدلو سره به د كونړ نورې ولسوالۍ هم نامنه شي او حكومتي مامورين او چارواكي به له ورته برخليك سره مخ شي.

همدارنګه په سه شنبه د جولای په ۳ مه، د پکتیکا ځایې مسوولانو خبرداری ورکړ که چیري ددغه ولایت پر ځینو سیمو د پاکستاني ځواکونو د توغندو بریدونه دوام وکړي، نو د دی سیمو ګڼ شمېر اوسیدونکي به د خپلو کورونو پریښودوته اړ شي. د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدران رسنیوته ویلي، بېګاه شپه ددغه ولایت د برمل ولسوالۍ پر ځینو سېمو د ډیورند کرښې له پورې غاړې، توغندي توغول شوي .

ځدران زیاتوي، که دغه شان بریدونه دوام وکړي، نو د سرحدي ولسوالیو اوسیدونکي به د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شي.

په داسې حال کې چې په توغندیو زیانمن شوي ولسونه او په ولسې او مشرانو جرګو کې د ملت یو شمېر استازې د پنجاب په وړاندې له افغان دولت څخه د غوڅ او بل المثل غبرګون غوښتنه کوي، خو د بهرنیو چارو وزارت جګړې ته یوازې د یوې عادې چارې نوم ورکوي او غواړي هغه پنجابي واکمنانو سره د خبرو اترو له لارې حل کړي .

د بهرنیو چارو د ویاند مرستیال فرامرزتمنا  د جولای په ۳ مه، په خبرې ناسته کې وايی ، په پاکستان کې د افغانستان سفیر د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره خبرې کړې او له هغې څخه يي د توغندیو د دریدو غوښتنه کړې ده . نوموړی هیله من دی چې دا چاره د خبرو له لارې حل شي او زیاتوي که خبرې بې پایلې وي او توغندي دوام وکړي نو د ملګرو ملتو د امنیت شورا ته به شکایت وکړي . نوموړی دا هم وايی داسې شکایت به اوس ونه کړي او انتظار به وباسي چې دوه اوونۍ روسته کله چې د پاکستان لومړی وزیر د کابل په سفر راشي او که له هغه سره په دې اړه خبرې بې  پایلې وخیژي نو بیا به هله د امنیت شورا ته مراجعه کیږي .

د خواشینۍ خبره ده چې افغان دولت اوس هم د افغانستان د واکمنۍ په وړاندې د پنجاب دا څرګند تیری او توده جګړه ټوکې ټکالې بولي او هغه بابیزه ګڼي او د بهرنیو چارو په وزارت کې يي په ډيره ټيټه کچه ( د ویاند مرستیال ) تر غور لاندې نیسي او یا يي کابل کې د یرغلګر دولت د لومړي وزیر راتګ او هغه سره خبرو اترو ته ځنډوي !

د افغانستان د بهرنیو مخالفینو او بدخواهانو منځ کې یوازې پنجاب هغه مخالف او بدخوا دی چې د افغانستان په وړاندې د ښکاره دوښمن په بڼه، په یو وخت په څو جبهو کې جنګیږي . ایران چې له پخوا راهیسې د افغانستان د تاریخ ، پيژند ، کلتوراو ژبې غل دی خو دا غلا په پټه او غوړه ژبه ترسره کوي . ایران که څه هم طالبان په شا ټپوي چې افغانستان کې ګډوډي جاري وساتي او افغان مرکزي حکومت پیاوړتیا ته پرینږدي او یا په پارلمان او دولت کې خپل لاسپوڅې لمسوي چې د حکومت تګلارې او طرحې سبوتاژ کړي او وخت په وخت دولت ته نوی سردرد وزیږوي خو تر اوسه يي د افغانستان په وړاندې، د پاکستان پشان توده جبهه نه ده پرانیستې . د افغانستان په لري نږدې ګاوڼد کې نور مخالفین هم په افغان دوښمنۍ کې د پاکستان غوندې شریر او خونړی نه دی او د خپلو موخو لپاره افغانستان سره مخالفت، له تودې جبهې پرته په نورو بڼو مخته بیايي . خو پاکستان په ښکاره او بربنډه ، نه یوازې د افغانستان هیڅ بریا او پرمختګ نه شي زغملای بلکې دې جعلي هیواد د خپل زیږون راهیسې د افغانستان واکمنۍ ، د خاورې تمامیت او خپلواکۍ ته بډې وهلي دي . پنجاب غواړي لږتر لږه پر کابل داسې حکومت واکمن وي چې د دوی له لارښوونې پرته ، له بل هیڅ  دولت سره اړیکې ونلري او افغانستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د پنجاب سپوږمکۍ وي . پنجاب له دې کم په بل څه نه راضي کیږي چې افغانستان به د پنجاب په ګټه اوخوښه، له هندوستان او نورې نړۍ سره تربګني او دوښمني پالی او د دوی په اشاره به د پنجاب له دوستانو سره دوستي !

پنجاب د افغانستان په وړاندې زړه پالیسي مخې ته بیايي . تر اوسه هیڅ داسې څرک چې پنجاب دې له دې یرغلګرې تګلارې په شا شي ، په سترګو نه لیدل کیږي .

د پنجاب په وړاندې که افغان دولت څرګنده او غوڅه تګلار ونه لري او په عمل کې هم بې زړه او ډارن وي، ددغه یرغلګر دولت داړې او غاښونه به نور هم تیره شي او دا ځل به د افغانانو هډوکې چې بې له هغې يي هم په تېرو لسیزو کې نور څه ورته نه دي پریښي، وشپيلوي !

که افغانان خپل منځ کې په نورو چارو کې هر څونه ستونزې لري ، خو دا ځل د پنجاب په وړاندې یو موټي او یو سوک دي . که د پنجاب د یرغل په وړاندې افغان دولت په ریښتني ګام پورته کړي، افغانان به دا ګام بری ته ورسوي .

د پنجاب په وړاندې څرګند او غوڅ یرغلیز دریځ ته اړتیا ده !

د ۲۰۱۲ کال د جولای ۵ مه

 


July 5th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات